سی سی مینز ټی 20 ورلډ کپ كښې (سبا) دوه مېچونه كېږي

کېنبرا۔3نومبر(اے پی پی) په آئی سی سی مېنز ټی 20 ورلډ کپ كښې سبا (د جمعې په ورځ) نور دوه مېچونه كېږي۔ په اولني مېچ كښې به مقابله د نيوزي لېنډ او آئرلېنډ او په دويم مېچ كښې د دفاعي چېمپئن آسټرېليا او افغانستان ترمينځه وي۔ د مېګا ايونټ د خوندورو مقابلو لړۍ په آسټرېليا كښې روانه ده۔ د ټورنامنټ 37 م مېچ به د نيوزي لېنډ او آئرلېنډ ترمينځه …

کېنبرا۔3نومبر(اے پی پی) په آئی سی سی مېنز ټی 20 ورلډ کپ كښې سبا (د جمعې په ورځ) نور دوه مېچونه كېږي۔ په اولني مېچ كښې به مقابله د نيوزي لېنډ او آئرلېنډ او په دويم مېچ كښې د دفاعي چېمپئن آسټرېليا او افغانستان ترمينځه وي۔ د مېګا ايونټ د خوندورو مقابلو لړۍ په آسټرېليا كښې روانه ده۔ د ټورنامنټ 37 م مېچ به د نيوزي لېنډ او آئرلېنډ ترمينځه كېږي۔ د نیوزی لینډ لوبډله به د وليم سن په مشرۍ كښې او د آئرلېنډ لوبډله به د اېنډريو بالبريني په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ هم په دې ورځ دوهم مېچ د دفاعي چېمپئن آسټرېليا او افغانستان ترمينځه په اېډيليډ كښې كېږي۔ د آسټرېليا لوبډلې مشري به آرون فنچ او د افغانستان محمد نبي كوي۔ د مېګا ايونټ اولنے سيمي فائنل به د روانې مياشتې په 9 مه نېټه سډني ٬ دويم سيمي فائنل په 10 مه نېټه اېډيلېډ او فائنل مېچ په 13 مه نېټه مېلبورن كښې كولې شي۔

مزید خبریں