د ټي 20 ورلډ كپ وروستي درې وارم اپ مېچونه نن كېږي٬ پاكستان خپل دويم مېچ د افغانستان په ضد كوي

برسبېن۔19اکتوبر(اے پی پی) د آئي سي سي مېنز ټي 20 ورلډ كپ په لړ كښې وروستي درې وارم مېچونه نن د شورؤ په ورځ كېږي۔ پاكستان كركټ لوبډله خپل دويم او ورستې وارم اپ مېچ د افغانستان په ضد كوي٬ د آئي سي سي تر اهتمام لاندې د ټی 20 ورلډ کپ اولنے راؤنډ په آسټرېليا كښې پېل شوے دے۔ په سپر راؤنډ كښې د شاملو لوبډلو ترمينځه د وارم …

برسبېن۔19اکتوبر(اے پی پی) د آئي سي سي مېنز ټي 20 ورلډ كپ په لړ كښې وروستي درې وارم مېچونه نن د شورؤ په ورځ كېږي۔ پاكستان كركټ لوبډله خپل دويم او ورستې وارم اپ مېچ د افغانستان په ضد كوي٬ د آئي سي سي تر اهتمام لاندې د ټی 20 ورلډ کپ اولنے راؤنډ په آسټرېليا كښې پېل شوے دے۔ په سپر راؤنډ كښې د شاملو لوبډلو ترمينځه د وارم اپ مېچونو لړۍ به نن د د شورؤ په ورځ پايې ته ورسي۔ نن به وروستي درې وارم اپ مېچونه كولې شي۔ اولنے مېچ به د پاكستان او افغانستان ترمينځه په برسبېن ٬ دويم د بنګله دېش او سوئيلي افريقا ترمينځه او درېم او وروستې مېچ به د نيوزي لېنډ او هند لوبډلې ترمينځه كولې شي۔ دا خبره دې ياده وي چې د آئي سي سي تر اهمتام لاندې د ټی 20 ورلډ کپ سپر 12 پړاؤ پېل به د روانې مياشتې 22 مې نېټې څخه كېږي په كوم كښې به چې پاكستان د خپل روايتي حريف په ضد خپل اولنے مېچ د روانې مياشتې په 23 مه نېټه كوي۔