ټي 20 ورلډ کپ، پاکستان او انګلينډ ترمينځه وارم اپ ميچ به سبا كېږي

برسبين 16 اکتوبر (اے پي پي) آئي سي سي مينز ټي20 ورلډ کپ كښې پاکستان خپل وړومبې وارم اپ ميچ سبا د ګل په ورځ د انګلينډ په ضد كوي، آئي سي سي د سيورې لاندې ټي 20 ورلډ کپ وړومبې راؤنډ آسټريليا كښې پيل شوې ، سپر راؤنډ كښې شامل ډلو ترمينځه وارم اپ ميچونو سلسله به سبا د ګل په ورځ پيل كېږي ، په وړومبۍ ورځ به …

برسبين 16 اکتوبر (اے پي پي) آئي سي سي مينز ټي20 ورلډ کپ كښې پاکستان خپل وړومبې وارم اپ ميچ سبا د ګل په ورځ د انګلينډ په ضد كوي، آئي سي سي د سيورې لاندې ټي 20 ورلډ کپ وړومبې راؤنډ آسټريليا كښې پيل شوې ، سپر راؤنډ كښې شامل ډلو ترمينځه وارم اپ ميچونو سلسله به سبا د ګل په ورځ پيل كېږي ، په وړومبۍ ورځ به څلور وارم اپ ميچونه كولې شي، د پاکستان ډله به د انګلينډ سره ميچ كوي ، دويم ميچ به د آسټريليا او هند ترمينځه كېږي ، دريم به د نيوزي لينډ او ساؤتھ افريقې دغسې څلورم ميچ به د افغانستان او بنګله دېش ترمينځه كېږي۔