اسلام آباد12اکتوبر(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر وئېلي دي حكومت ټولو ګاونډي رياستونو سره سياسي٬سفارتي او د تجارتي اړيكو لا زياتولو عزم لري۔هغه د شورو په ورځ د اروپائي فنډ ريډي 4 ټريډ سينټر آسيا فريم ورك كښې د انټرنېشنل ټرېډ سينټر د سيوري لاندې د سنګل ونډوز نفاذ او په انتظام پيرلرننګ انيشيټيو ته وينا كوله۔د تجارت وفاقي وزير د پرانستې غونډې خاص مېلمه ؤ ۔د …
حكومت ټولو ګاونډي رياستونو سره سياسي٬سفارتي او د تجارتي اړيكو لا زياتولو عزم لري۔د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر
اسلام آباد12اکتوبر(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر وئېلي دي حكومت ټولو ګاونډي رياستونو سره سياسي٬سفارتي او د تجارتي اړيكو لا زياتولو عزم لري۔هغه د شورو په ورځ د اروپائي فنډ ريډي 4 ټريډ سينټر آسيا فريم ورك كښې د انټرنېشنل ټرېډ سينټر د سيوري لاندې د سنګل ونډوز نفاذ او په انتظام پيرلرننګ انيشيټيو ته وينا كوله۔د تجارت وفاقي وزير د پرانستې غونډې خاص مېلمه ؤ ۔د قازقستان٬كرغز جمهوريه٬تاجكستان٬ازبكستان او پاكستان تجارتي عهديدارو هم د سنګل ونډو نفاذ او په انتظام كښې د ښه طريقو په اړه پيرلرننګ انيشيټيو كښې برخه واخسته۔ګډون كوونكو ته د وېنا كولو په مهال د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر د پي اېس ډبليو هڅې وستائېلې او وې وئېل دا په اسلام آباد كښې په يو ښه تهيم كېدونكے وړومبے ذاتي ايونټ دے۔ده د تجارتي آسانيو لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره ووئېل حكومت ټولو ګاونډي رياستونو سره خپلې سياسي٬سفارتي او تجارتي اړيكې لا زياتولو له عزم لري۔وفاقي وزير ووئيل مينځنۍ آسيا سره زمونږ اړيكې د څو لسيزو پخوانۍ دي او دواړو منطقو د پخوانۍ زمانې څخه د قامي او نړيوالو پولو٬د څيزونو او د خلقو د تګ راتګ څخه ګټه پورته كړې۔ ده ووئېل د حكومت نه حكومت او د اولس نه د اولس په كچه د زياتې كېدونكو اړيكو د لارې او د سيمه ايز تجارت او روابطو ته ودې وركولو لپاره سازګار ماحول سره د اړيكو بحالولو خواهشمند يو٬ ده ووئېل د تجارت او ټرانسپورټ لپاره قامي سنګل ونډو يو جوړ كړے تصور دے











