لاهور۔10اکتوبر(اے پی پی) پاكستان كركټ بورډ د نيوزي لېنډ كركټ لوبډلې د پاكستان دورې شېډول اعلان كړے۔ مېلمه لوبډله به دوه ټېسټ ٬ 8 يو ورځني او 5 ټي ټونټي مېچونو له په دوه بېلو پړاؤنو كښې د پاكستان دوره كوي۔ د پي سي بي وياند له مخې د 27 دسمبر نه تر 15 جنورۍ دوام لرونكي اولني پړاؤ كښې به د دواړو لوبډلو ترمينځه 2 ټېسټ او 3 يو …
پي سي بي د نيوزي لېنډ كركټ لوبډلې د پاكستان دورې شېډول اعلان كړو
لاهور۔10اکتوبر(اے پی پی) پاكستان كركټ بورډ د نيوزي لېنډ كركټ لوبډلې د پاكستان دورې شېډول اعلان كړے۔ مېلمه لوبډله به دوه ټېسټ ٬ 8 يو ورځني او 5 ټي ټونټي مېچونو له په دوه بېلو پړاؤنو كښې د پاكستان دوره كوي۔ د پي سي بي وياند له مخې د 27 دسمبر نه تر 15 جنورۍ دوام لرونكي اولني پړاؤ كښې به د دواړو لوبډلو ترمينځه 2 ټېسټ او 3 يو ورځني مېچونه كولې شي۔ د سيريز اولنې ټېسټ به د دسمبر مياشتې 27 مې نېټې څخه تر 31 مې نېټې كراچۍ او دوهم به د جنورۍ 4 مې نېټې څخه تر8 مې نېټې په ملتان كښې كولې شي۔ په دې دوره كښې شامل 3 يو ورځني مېچونه به د جنورۍ په 11مه ، 13مه او 15 مه نېټه كېږي۔ مېلمه لوبډله به په دويم پړاؤ كښې د اپرېل 13 مې نېټې څخه د مئي تر 7 مې نېټې په پاكستان كښې وائيټ بال مېچونه كوي۔ د وياند له مخې په دې مهال به د دواړو لوبډلو ترمينځه 5 يو ورځني او 5 ټي ټونټي مېچونه كولې شي۔ اولني څلور ټي ټونټي مېچونه به د اپرېل په 13مه، 15مه، 16 مه او 19مه نېټه كراچۍ كښې كولې شي۔ 5 م ټي ټونټي مېچ او اولني دوه يو ورځني مېچونه به د اپرېل په 23 مه ٬ 26 مه او 28 مه نېټه لاهور كښې كولې شي۔ په دوره كښې شامل 3 يو ورځني مېچونه به د مئي په اولنۍ ٬ 4 مه او 7 مه نېټه په پېنډۍ كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه 2 ټېسټ مېچونه او 3 يو ورځني مېچونه د انټرنېشنل مېچز فيوچر ټورز پروګرام برخه دي او پاتې 10 وائټ بال مېچونه د تېر كال ستمبر مياشت كښې ځنډولي شوي سيريز كښې شامل وو۔ د پي سي بي ډائرېكټر ذاکر خان وئيلي دي ما د كركټ مينه والو سره لوظ كړے ؤ چې دوي ته به په كال 2022 كښې د اعلی معيار مقابلې وړاندې كولې شي او دا ننې اعلان د دغې لړۍ يو كړۍ ده۔











