نوې ډيلې ۔10اکتوبر(اے پی پی) د هند او سوئيلي افريقه د كركټ لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو د سيريز درېم او وروستے مېچ سبا د نهې په ورځ په ارون جېټلی سټېډیم، نوي ډيلي كښې كېږي۔ پروټيز په اولني مېچ كښې كوم چې د باران سره مخ شوے ؤ كښې كوربه لوبډلې ته په 9 رنز ماتې وركړې وه۔ په دويم مېچ كښې هند پروټيز ته په 7 …
د هند او سوئيلي افريقه ترمينځه درېم او وروستے يو ورځنے كركټ مېچ سبا كېږي
نوې ډيلې ۔10اکتوبر(اے پی پی) د هند او سوئيلي افريقه د كركټ لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو د سيريز درېم او وروستے مېچ سبا د نهې په ورځ په ارون جېټلی سټېډیم، نوي ډيلي كښې كېږي۔ پروټيز په اولني مېچ كښې كوم چې د باران سره مخ شوے ؤ كښې كوربه لوبډلې ته په 9 رنز ماتې وركړې وه۔ په دويم مېچ كښې هند پروټيز ته په 7 وكټونو سره ماتې وركولو سره سيريز په 1-1 سره برابر كړے ؤ ۔ دې نه وړاندې د درېو ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښې هند پروټيز ته 1-2 سره ماتې وركړې وه۔ د هند لوبډل مشري به اوپننګ بېټمسمېن شېكھر دوھون او د پروټيز به د ټيمبا بويوما كوي











