ابوجا 05 اکتوبر (اے پي پي) په نائيجېريا كښې د منكي پاكس وائرس له امله د مړو شمېره 19 ته رسېدلې ده ٬د تركيې ابلاغ ذريعو د نائيجېريا سينټر فارډيزيز كنټرول(اين سي ډي سي)لخوا جاري شوي بيان په اړه وئېلي دي په ټول هېواد كښې د تېرې اونۍ په مهال 41 كسان د منكي پاكس وائرس څخه ځپلې شوي۔په نائيجېريا كښې د منكي پاكس وائرس څخه د مړو شمېره په مجموعي توګه 19 او د كيسونو شمېره 318 ته رسيدلې ده ۔چارواكو وئېلي دي دا رنځ د هېواد د 32 رياستونو سره سره په پايه تخت ابوجا كښې هم خپرېږي۔د يادونې وړ ده منكي پاكس وائرس كوم چې د په عامه توګه د ځناورو څخه انسانانو ته منتقل كېږي او د يو كس نه بل ته منتقل كېږي په علامات كښې تيزه تبه او په بندن خارښ لګي۔