د آسټرېليا او وېسټ انډيز ترمينځه اولنے ټي ټونټي مېچ (سبا) د شورؤ په ورځ كېږي

کېنبرا۔4 اکتوبر(اے پی پی) د آسټرېليا او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمينځه په دوو مېچونو د مشتمل سيريز اولنے ټي ټونټي مېچ (سبا) د شورؤ په ورځ په کارارا اوول، کوئینز لېنډ كښې كېږي۔د كرکټ آسټریلیا (سی اے) له مخې د وېسټ انډيز كركټ لوبډله به د آسټريليا خپلې دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد د دوه ټي ټونټي او دوه ټېسټ مېچونو سيريز كوي۔ د آسټرېليا لوبډلې مشري به آرون فنچ او د وېسټ انډین لوبډلې نکولس پوران كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه اولنے ټي ټونټي مېچ به په 5 اكتوبر او دوهم او وروستے مېچ به په 7 اكتوبر برسبېن كښې كولې شي۔ دې څخه ورستو به د دواړو لوبډلو ترمينځه د دوو ټېسټ مېچونو سيريز اولنے مېچ 30 نومبر څخه تر 4 دسمبر او دوهم او ورستے ټېسټ مېچ به د 8 څخه تر 12 دسمبر په اېډيليډ كښې كولې شي