د موسمياتي بدلونونو د لاسه د كال 2010 نه پس په آسيا منطقه كښې د كركيلې او لائيوسټاك څانګه د 49 اربه ډالر زيان سره مخ شوې٬ اېشين دوېلپمنټ بېنك

اسلام آباد۔4اکتوبر(اے پی پی)اېشين ډوېلپمنټ بېنك وئيلي دي د موسمياتي بدلونونو د لاسه د كال 2010 نه بس تر دې دمه په آسيا كښې د كركيلې او لائيوسټاك څانګه د 49 اربه ډالر زيان سره مخ شوې ۔ دا خبره اے ډي بي په خپل يو رپورټ كښې وكړه۔ رپورټ كښې وئيلې شوي يواځې په چين كښې د موسمياتي بدلونونو د لاسه په 40 ملين هېكټر زمكه ولاړو فصلونو او پېداوار ته زيان رسېدلے ۔ په مئي كښې په بنګله دېش كښې د راغلي سېلاب د لاسه 24 زره كسان بې روزګاره او فصلونه د 6 ملين ډالرو زيان سره مخ شوي۔ په رپورټ كښې د موسمي بدلونونو د لاسه كركيلې او لائيوسټاك ته د رسېدلي زيان ازالې لپاره د پېرامېټرک انشورنس تګلارې وضعه كولو سپارښتنه شوې ده۔