صنعا۔2اکتوبر(اے پی پی) د يمن په شبوا ولايت کښې د حکومتي امنيتي ځواکونو د ګزمې يوې ډلې ګاډې د سړک په غاړه نصب كړې شوي ماين سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يۍ دوه اهلكار مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ د چين خبري اژانس د يو ځائي عېني شاهد حواله وركولو سره وئيلي چې دا پېښه د بمي چاؤدنې د لاسه رامخې ته شوه د كومې د لارې چې د ګزمې دفاعي ډله په نښه كړې شوې وه۔ د پېښې په نتيجه كې 2 پوځي اهلكار مړه او يو شمېر نور كسان مړه شوي دي۔