جکارتہ۔2اکتوبر (اے پی پی) د اندونیزیا په ختیځ جاوا ښار کښې د فټ بال د یوې لوبې وروسته د هلې ګلې ٬ ټكر او نښتو په نتيجه كښې د مړو شويو شمېره زياتېدو سره 174 او د ژوبل شويو 180 ته رسېدلې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې د صوبې د دوهم ګورنر اېمل دردك حوالې سره وئيلي چې هغه د 8 روغتونونو څخه ډېټا ترلاسه كړې كوم چې دا …
اندونیزیا – د فټ بال مېچ وروسته د هلې ګلې ٬ ټكر او نښتو په نتيجه كښې د مړو شويو شمېره زياتېدو سره 174 ته ورسېده٬ 180 ژوبل
جکارتہ۔2اکتوبر (اے پی پی) د اندونیزیا په ختیځ جاوا ښار کښې د فټ بال د یوې لوبې وروسته د هلې ګلې ٬ ټكر او نښتو په نتيجه كښې د مړو شويو شمېره زياتېدو سره 174 او د ژوبل شويو 180 ته رسېدلې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې د صوبې د دوهم ګورنر اېمل دردك حوالې سره وئيلي چې هغه د 8 روغتونونو څخه ډېټا ترلاسه كړې كوم چې دا مهال د دې پېښې د ځپليو درملنې كوي۔ د ډېټا له مخې د هلې ګلې په مهال د مړو شويو شمېره په مجموعي توګه 174 ته رسېدلې۔ د هلې ګلې دا پېښه تېره ورځ د ملنګ سيمې په سټېډیم كښې د اريما ملنګ كلب او پرسي بايا سرابيا ترمينځه د شوي مېچ څخه وروستو رامخې ته شوه۔ پرسی بایا سرابیا د 2 په مقابله كښې 3 ګولونه كولو سره مېچ په خپل نوم كړو۔ په دې د ماتې خوړونكې لوبډلې د سوؤنو په شمېر مينه وال سټېډيم ته راننوتل۔ پوليس د دوئي منتشر كولو له د اوښكو بهوؤنكي ګېس شېل وورول چې له امله يۍ وګړي ويرې واخستل۔ په سټېډيم كښې د مينه والو او پوليس ترمينځه د نښتو پېښه رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يۍ يو شمېر كسان مړه شول د كومو شمېره چې دا مهال زياتېدو سره 174 ته رسېدلې دغسې دې پېښه كښې 180 كسان ژوبل شوې هم دي۔ په مړو شويو كښی 2 پوليس اهلكار هم شامل دي۔ د اندونيزيا صدر پوليس ته امر كړې چې هغه د پېښې فوري پلټنې وكړي او د فټ بال مېچونو لپاره د امنيتي تګلارې بشپړه جاج واخلي










