تهران ۔30ستمبر (اے پی پی) ايران وئيلي دي د جوهري لوظنامې بحالۍ لپاره په خبرو اترو كښې د ضمانت مسئله مونږ لپاره ډېره مهمه ده۔ د چين خبري اژانس له مخې د ايران خارجه وزير حسېن امير عبد اللهيان د دې خبرې توثيق كړے چې د كال 2015 د جوهري لوظنامې بحالولو په خبرو اترو كښې د ضمانت مسئله ايرن لپاره ډېره مهمه ده۔ ده ووئيل روانه وضعه د پخواني …
د جوهري خبرو په اترو بحالۍ كښې د ضمانت مسئله مونږ لپاره ډېره مهمه ده٬ ايران
تهران ۔30ستمبر (اے پی پی) ايران وئيلي دي د جوهري لوظنامې بحالۍ لپاره په خبرو اترو كښې د ضمانت مسئله مونږ لپاره ډېره مهمه ده۔ د چين خبري اژانس له مخې د ايران خارجه وزير حسېن امير عبد اللهيان د دې خبرې توثيق كړے چې د كال 2015 د جوهري لوظنامې بحالولو په خبرو اترو كښې د ضمانت مسئله ايرن لپاره ډېره مهمه ده۔ ده ووئيل روانه وضعه د پخواني امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ لخوا رامخې ته كړې شوه او اوسني صدر جوبائيډن د پخواني صدر په ډول په دې ورستيو مياشتو كښې په جوهري خبرو كښې د خپل غېر مباشر ګډون په مهال په مياشتنيزو بنيادونو يو يا دوه بندېزونه لګولي۔ ده ووئيل يوې مضبوطې او تلپاتې لوظنامې ته رسېدو لپاره به جدي او ثابت قدم پاتې كېدل وي۔ ده ووئيل ايران جوهري لوظنامې له جدي دے خو امريكا د دې لوظنامې د حقيقت پسندۍ تر مخه د حل كولو جراﺀت نه لري۔ امريكې سره د بنديوانو په تبادله تبصره كولو كښې ده ووئيل د ايران دريځ دا دے چې دا مسئله د جوهدري لوظنامې نه بېله ده۔ ده زياته كړه څه وخت هم چې امريكا اوغواړي مونږ د بنديوانو تبادلې چارې شړلو له چمتو يؤ۔










