خارجه وزير بلاول بھټو زرداري امريکائي سينيټر جيمز رِش سره وليدل

اسلام آباد/ واشنګټن 29 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په واشنګټن كښې د سېنېټ د خارجه اړيكو كمېټۍ رېنكنګ غړي سينيټر جيمز رِش سره ليرلي دي ۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې خارجه وزير جېمز سره د ملاقات په مهال پاكستان كښې د تباهې سېلاب د اثراتو ذكر كولو سره ووئيل د سېلاب په نتيجه كښې ډېر زيان شوے ٬ د سېلاب له امله 33 مليونه كسان ځپلې شوي كوم چې د اسټراليا د آبادۍ نه زيات دي۔ په دې موقع ده د امريكې د 66.1 مېليونه ډالرو د مرستې ستائنه كولو سره ووئيل پاكستان نور ډېر څه ته ضرورت لري ځكه چې د ابتدائي اندازې له مخې د 30 اربه ډالرو نه د زيات زيان وئېلې شوي ۔ په دې وفاقي وزير دا هيله څرګنده كړه چې امريكا به پاكستان سره مرسته روانه ساتي۔ د امريكې سېنېټر په پاکستان كښې سېلاب څخه په شوي زيان وفاقي وزير سره د همدردۍ څرګندونه وكړه٬ دغسې دواړو سوله ايز او د مستحكم افغانستان ضرورت پشمول په سيمه ايزو مسئلو خبرې وكړې۔ خارجه وزير سينيټر جيمز رِش ته د سېلاب د تباهۍ جاج اخستو لپاره د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه