د هند او جنوبي افريقې ترمينځه دويم ټي 20 ميچ به په 2 اكتوبر كېږي

ګوهاټي 29 ستمبر (اے پي پي) د هند او جنوبي افريقې كركټ ډلو ترمينځه په درې ټي ټونټي ميچونو مشتمل سيريز كښې دويم ميچ به په 2 اكتوبر بارساپاره كركټ سټيډيم، ګوهاټي كښې كېږي۔ ميچ به فلډ لائټس كښې كولې شي۔ د هند ډلي تهد پروټيز په ضد د درېو ميچونو په سيريز كښې د 0-1 سره وړاندې والې ترلاسه دے،كوربه ډلي د ګرين فيلډ انټرنيشنل سټيډيم، تھيرو وانا تھاپورام كښې په وړمبي ميچ كښې جنوبي افريقې له په 8 وكټو سره ماتې وركړې۔ د هند ډلې مشري روهيت شرما ليډ كوي دغسې د پروټيز ډلي مشري بويوما كوي،د دواړه ډلو ترمينځه د سيريز دويم ټي 20 ميچ به په 2 اكتوبر ګوهاټي دغسې دريم او آخري ټي 20 ميچ به په 4 اكتوبر اندور كښې كېږي