د افغانستان كنګل شوې پانګې بايد د افغانانو ښېګړې لپاره وكارولې شي ۔ ملګري ملتونه

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي د افغانستان په بهر هېوادونو كښې كنګل شوې پانګې بايد د افغانانو ښېګرې لپاره وكارولې شي۔د ملګرو ملتونو وياند اسټيفن دوجارك وئيلي دي د نورو هېوادونو د اړخه منجمد كړې د افغانستان اثاثې د افغانانو ملكيت دے بايد دا د افغانانو ښېګړې لپاره وكارولې شي۔ده د امريكې صدر جو بائيډن د افغانستان اثاثو كښې نيمي د امريكې استعمال لپاره د منجمد كولو پريكړې د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل مونږ دا ګڼو چې داسې ټول فنډز په سپيځلي ډول سنبھالول ضرور دي او د نړيوالو بنديزونو احترام سره دې دا خبره باوري كړې شي چې كومه هم پېسه د غير قانوني مقاصدو لپاره استعمال نه شي