کشمير او ګلګت بلتستان چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار د 102 مېګاواټ ګلپور هائيډرو پاور پروجيکټ پرانسته وكړه

کوټلي 28 ستمبر (اے پي پي) کشمير او ګلګت بلتستان چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار قمر زمان کائره د 102 مېګاواټ ګلپور هائيډرو پاور پروجيکټ پرانسته كړې۔ د شورو په ورځ په ګلپور کوټلي كښې د هائيډرو پاور پراجيکټ دستورې په مهال خپلو خبرو كښې ده ووئيل دا منصوبه به د پاكستان د پاور پاليسۍ پحقله مهم سنګ ميل ثابت شي، دې سره به د برېښنا په څانګه كښې د زياتې نجي سرمايه كارۍ نورې موقعې رامخې ته شي۔ ده ووئيل پن برېښنا پاکستان لپاره ډېر اهميت لري ځكه چې دا ارزانه او د ګرېن توان نه علاوه د روزګار موقعې راپېدا كولو او د معيشت بهترۍ كښې هم مهم كردار لوبوي۔ په دې موقع د نيشنل اليکټرك پاور رېګوليټري اتھارټۍ (نيپرا) چيئرمېن توصيف اېچ فاروقي هم وېنا وكړه