د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره نړيواله مرسته د ستائنه وړ ده ۔ وفاقي وزير قادر پټېل

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير عبدالقادر پټېل وئيلي دي سېلاب ځپليو سيمو كښې د انټرنېشنل فېډرېشن اف ريډ كراس او د هلالِ احمر پاکستان لخوا شوې انساني مرسته د ستائنې وړ ده٬ ځپلي خوراك٬ د ضرورت سامان٬ شېلټرز او بحالۍ ته اړتيا لري او حكومت د دې منتظر دے٬ په سېلاب ځپلو سيمو كښې د نړيوالو ادارو مرسته د ستائنې وړه ۔ دا خبرې وفاقي وزير د هلالِ احمر پاکستان چيئرمېن سردار شاهد احمد لغاري او د انټرنېشنل فېډريشن آف ريډ کراس انډر سېكرټري زاوئير کاسټيلانوس په مشرۍ كښې پلاوي سره په ملاقات كښې كړې٬ چا چې د شورو په ورځ دوي سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬ پاكستان كښې د سېلاب په صورتحال او د سېلاب ځپليو د ريليف او بحالۍ خدمات په اړه د سباون په منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔