د چين څخه سېلاب ځپليو لپاره نور سامان به د اكتوبر په وړومبو ورځز كښې پاكستان ته راورسي

بيجنګ 28 ستمبر (اے پي پي)چين پاكستان كښې د سيلاب ځپليو مرستې لپاره تراوسه 13 زره خيمې٬ 10 زره كمبلې او د خوراك څيزونو يوز زر ډبې د فضائي لارې رالېږلې دي او په دري كهيپونو مشتمل نور د مرستې سامان به د سمندر د لارې د اكتوبر په اول كښې پاكستان ته راورسي۔دا خبره د چين سركاري مرستې ايجنسۍ چائنا انټرنېشنل ډوېلپمنټ كوآپرېشن ايجنسۍ (سي آئي ډي سي اے)ډائريكټر يانګ مينګ په يو بيان كښې كړې۔ده ووئيل سي آئي ډي سي اے به په سېلاب ځپليو سيمو كښې د طبي مرستې كاروائيو او د لارښودنې او زيان اندازه لګولو لپاره دوه ډلې ډېر زر پاكستان ته راولېږي۔ده ووئيل په پاكستان كښې د سېلاب نه پس د چين حكومت تر ټولو وړومبې د بشري همدردۍ په بنياد په سمدستي توګه 25 زره خيمې او د نورو څيزونو پشمول 100 ملين يو آن د بېړنۍ مرستې اعلان كړے٬ ۔ده ووئيل د سېلاب له امله زيات زيان تر مخه د چين حكومت اضافي 300 ملين يو آن وركړي او په مجموعي توګه 400 ملين يو آن مرسته ئې كړی۔ده ووئيل سي آئي ډي سي اے د ستمبر 7مې نېټې نه پس په پاكستان كښې سېلاب ځپليو ته د څيزونو وركولو لپاره د ورځې په بنياد پروازونه پېل كړي۔