نړيوالې ورورولۍ له افغان حكومت سره رابطو جوړولو ته اړتيا ده ۔ ملګري ملتونه

كابل 28 ستمبر (اے پي پي)ملګرو ملتونو په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې افغان حكومت سره د روابطو جوړولو ضرورت دے كوم چې يو حقيقت خوښے نقطه نظر دے۔دا خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل نائب خاص استازي ماركس يوټزل د سلامتي كونسل بريفنګ په مهال كړې۔ده ووئيل كه چرې د طالبانو حكومت د افغان ټولنې ټول ضروريات نه پوره كوي او نړيوالې ورورولۍ سره د محدودو موقعو دننه تعميري روابط لري نو دا واضحه نه ده چې وړاندې به څه كېږي۔ده ووئيل كه چرې كاميابي يقيني نه وينخو دې مقصد ترلاسه كولو لپاره ښه روابط جوړول تر ټولو حقيقيت خوښې لاره ده۔د ملګرو ملتونو استازي ووئيل د طالبانو حكومت كوم هم رياست تسليم كړے نه دے او دا هم چې نړيواله ورورولي افغانستان تباه ليدلے نه شي۔ده ووئيل د افغانستان ګاونډيانو هېوادونو په خاص توګه يوه عملي نقطه نظر خپل كړې او افغانستان سره اقتصادي او تجارتي اړيكې قوي كولو او د استحكام پېدا كولو هڅه كوي۔