بركينا فاسو ، د پوځ په سپلائي قافله د بريد په نتيجه كښې 11 عسكر مړه ، 50 وګړي بې دركه

اوګاډوګو 28 ستمبر (اے پي پي) بركينا فاسو كښې د پوځ سپلائۍ په كانوائے د بريد په نتيجه كښې 11 عسكر مړه او د 20 عسكرو پشمول 28 كسان ژوبل شوي ٬ دغسې 50 وګړي بې دركه شوي۔ د چين ميډيا له مخې دا قافله د ملټري ډلي سره جيبو ښار پلو روانه وه ٬ دغسې ترهه ګرو صوبه سوم كښې ګاسكنډے سره نزدې په دې بريد وكړو چې په نتيجه كښې ئې 11 عسكر مړه او د 20 عسكرو پشمول 28 كسان ژوبل او 50 وګړي بې دركه شوې۔ بيان كښې وئيلي شوي په بريد كښې مهم عسكري سامان ته هم زيان رسيدلے،د بريد كوونكو لټون روان دے۔دا خبره دې ياده وي بركينا فاسو كښې 2015 نه پس امنيتي صورتحال زيات خراب دے٬ په هېواد كښې د وسله والو په بريدونو كښې تر اوسه 1000 څخه زيات كسان مړ شوې دي۔