چين٬ ريستوران كښې د اور لګېدو له امله 17كسه مړه٬ 3 ژوبل

بيجنګ 28 ستمبر (اے پي پي) د چين په چانګچن ښار كښې په يو ريستوران كښې د اور لګېدو له امله 17 كسه مړه او درې ژوبل شوي ۔د عرب خپرونې ادارې د چين ځايې حكومت په وېب پاڼه د ميډيا په پليټ فارم پوسټ كړي يو بيان په اړه وئېلې دي په ريستوران كښې د اور لګېدو پېښه د ځايې وخت له مخې د شپی په 12:40 بجې رامخې ته شوې ٬ د دې نه پس د مرستې ادارې د پېښې ځايې ته ورسېدلې او تر ماسپښخين يې د لټون او رېسكيو كار بشپړ كړو۔ده ووئيل په پېښه كښې ژوبل او مړه كسان نزدې روغتون ته منتقل كړے شوي ۔د پیښې سبب په اړه بلټنې روان دي۔