د افغانستان او روسيه ترمېنځه وړومبۍ عارضي تجارتي لوظنامه٬ د ماسكو حكومت به پټروليم مصنوعات او غنم وركوي

کابل 28 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان لنډ مهاله حکومت او د روسيه ترمېنځه وړومبۍ عارضي تجارتي لوظنامه شوې چې له مخې به ئې روسيه افغانستان ته تېل٬ ګاز او غنم وركوي۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان د صنعت او تجارت وزير حاجي نورالدين عزيزي په دې لړ كښې ووئيل د طالبانو حکومت او د روسيه ترمېنځه په رعايتي بيعه د تېلو٬ ګاز او د غنمو اخستو تر نامعلومې مودې عارضي لوظنامه شوې او د ډلو لخوا په مطمئن كېدو او د كوم خنډ نه غېر د لوظنامې د جاري پاتې كېدو نه پس به دا په حتمي لوظنامه بدلولې شي خو وزير د بيعې او د ادائيګي د طريقه كار د تفصيل ښودلو نه انكار وكړو٬ خو روسيه د سپلائۍ په څيزونو رعايت وركولو له چمتو دے او دا څيزونه به د رېل او سړك د لارې افغانستان ته منتقل كولې شي۔ نورالدين عزيزي ووئيل افغانستان ته د ايران او ترکمانستان لخوا هم تېل او ګاز ترلاسه كېږي او پاكستان سره هم زمونږ قوي تجارتي اړيكې شته كومو ته چې مونږ پراختيا وركول غواړو۔ ده ووئيل يو هېواد هم يواځې په يو هېواد انحصار نشي كولے ٬ مونږ سره بايد متبادل لارې وي۔ د يادونې وړ ده د لوظنامې له مخې به روسيه افغانستان ته په كلنه توګه لس لكه ټنه پټرول٬ لس لكه ټنه ډيزل٬ پنځه لكه ټنه اېل پي جي او شل لكه ټنه غنم وركوي۔ دې لوظنامې لپاره د افغانستان د تجارت وزير تېره مياشت د روسيه دوره كړې وه