د اسرائيلي پوځ په جنېن كښې د كډوالو په كېمپ بريد٬

مقبوضه بېت المقدس28ستمبر (اے پي پي) د اسرائيل پوځ په جنېن ښار كښې د كډوالو په كېمپ بريد كړے چې په نتيجه كښې ئې څلور فلسطيني وګړي ژوبل شوي۔ د فلسطين خبري اژانس له مخې د اسرائيل پوځ د شورو په ورځ سهار په كېمپ بريد كړے چې په نتيجه كښې ئې 4 وګړي ژوبل شوي۔ كوم چې روغتون ته منتقل كړے شوي۔بلخوا د روغتون انتظاميې وئيلي دي په ژوبل شوو كسانو كښې د دوو حالت اندېښمن دے