هند كښې ټرافېكي پېښه 8 كسان مړه ، 25 ژوبل

نوې ډيلے 28 ستمبر (اے پي پي) د هند اتر پرديش رياست لكھيم پور كھيري ضلع كښې بس او ټرك خپلو كښې ټكرش وي چې په نتيجه كښې ئې 8 كسان مړه او 25 ژوبل شوي۔ د هند ورڅپاڼي له مخي بس دھريره څخه لكھنؤ ته روان ؤ چې تھانه عيسي نګر سيمه كښې ايرا پل سره نزدې پېښي سره مخ شو چې په نتيجه كښې ِئې 8 كسان مړه او 25 ژوبل شوي۔لكھيم پور كھيري ايډيشنل ډسټركټ مجسټريټ (اے ډي ايم) سنجے كمار ووئيل پېښه كښې ژوبل كسان ضلعي روغتون ته رسولې شوې دي