متحده عرب امارات په 12 ربيع الاول د عامي رخصتۍ اعلان وكړو

ابو ظهبي 28 ستمبر (اے پي پي) متحده عرب امارات په 12 ربيع الاول د عامي رخصتۍ اعلان كړے ۔ د امارات د افرادي قوت او اماراتائزيشن وزارت په 8 اكتوبر (12 ربيع الاول) د پيغمبر اسلام ولادت ورځ په موقع د عامي رخصتۍ اعلان كړے۔ د امارات سركاري ادارو او پرائيويټ سيكټر كمپنيو ټولو كارمندانو ته به د تنخا سره رخصتي ترلاسه وي۔الامارات اليوم له مخي د افرادي قوت او اماراتائزيشن وزير ډاكټر عبدالرحمن العور دا اعلان د اماراتي كابينې پريكړې له مخې كړے ۔د افرادي قوت وزارت د امارات صدر شيخ محمد بن زايد آل نهيان، نائب صدر شيخ محمد بن راشد آل مكتوم، وفاق اعلي كونسل غړو ، اماراتي اولس او مېشته غيرملكيانو په دې موقع مباركي هم وركړې ده