اسحق ډار د سېنېټ غړي په حېث سوګند پورته كړو

اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) اسحق ډار د سېنېټ غړي په حېث سوګند پورته كړے ۔د نهي په ورځ د سېنېټ غونډي په مهال اسحق ډار د سېنېټر په حېث سوګند پورته كړے ،د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني هغه څخه سوګند اخستے ۔د سوګند پورته كولو نه پس اسحق ډار په رول آف ممبرز لاس ليك وكړو او د سېنېټ چيئرمېن په سوګند پورته كولو هغه له مباركي وركړه۔ وفاقي وزيرانو او حكومتي او اتحادي سنېټرز په ميزونو ډبولو د هغه هركلے وكړو