پاكستان كښې به د سېلاب ځپليو كورونو بيا جوړولو له مرسته كوو۔چين

بيجنګ 27 ستمبر (اے پي پي)چين وئېلي دي په پاكستان كښې به د سېلاب ځپليو كورونو بيا جوړولو لپاره بشپړه هڅې جاري ساتو۔دا خبره د چين خارجه وزارت وياند وان ون بن د نهې په ورځ انڼرېشنل پېس سينټر(يئي پي سي)كښې د معمول بريفنګ په مهال كړی۔ده ووئيل د ضرورت په وخت د پاكستان ملګري او د ورور په توګه چين د پاكستان مرستې لپاره وړاندې شوے او د چين حكومت پاكستان ته 400 ملين رینمنبی (آر اېم بي)ماليت انساني مرسته وركړی او د چين سول سوسائټۍ هم مرسته كړی۔وياند ووئيل د چين او پاكستان ترمينځه تعميري اقتصادي او مالي مرسته قائم ده او د پاكستان اولس په دې خبره په ښه ډول پوهېږي۔ده د يوې پوښتنې په ځواب كښې د سنكيانګ٬هانګ كانګ او تبت چارو په اړه د چين د ملاتړ په اړه ده ووئېل ځينې هېوادونو د ملګرو ملتونو بشري حقونو كونسل په 51مه غونډه كښې تش په نامه د بشري حقونو مسئله استعمال كړی خو هغوي بيا بيا په دې هڅه كښې ناكامه شوي او نړيواله ورورولي په ښه توګه خبره وه۔ده ووئيل چين د قامي خود مختارۍ ٬سلامتيا او پرمختيائي ګټې په ځاې ساتلو سره غېر متزلزل عزم لري او د تنفيد څخه به د چين د پرمختګ پلو سفر ونه درېږي