د چين صدر لخوا د روسيې صدر پيوټن ته د سكول په پیښه د غمرازۍ پیغام

بيجنګ 27 ستمبر (اے پي پي)د چين صدر شي جن پنګ د روسيې خپل هم څنګ ولادي مير پيوټن سره د روسي په سكول كښې د ډزو په پېښه د تشويش څرګندونه كړې۔د چين خبري اژانس له مخې د چين صدر په خپل پیغام كښې د روسيې ايزيوسك ښار كښې په سكول كښې په ډزو د غم دړد څرګندونه كولو سره د خپل حكومت او اولس لخوا په پېښه كښې د مړو شوو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندوه كړې