انډونيزيا څخه د سيلاب ځپليو لپاره د مرستي وړومبے پرواز كراچۍ ته راورسيد

اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) انډونيزيا څخه د پاكستان سيلاب ځپليو لپاره وړومبے د مرستي پرواز د نهي په ورځ كراچۍ جناح انټرنېشنل هوائي ميدان ته رارسيدلے دے۔د خارجه دفتر له مخې د مرستي په سامان مشتمل دا كھيپ د سندھ صوبائي وزير سعيد غني، سندھ صوبائي وزير ساجد جوكھيو، انډونيزيا سفير ايډم ټوګيو او قونصل جنرل ډاكټر جون كنكورو نه علاوه نيشنل ډيزائنر منيجمنټ اتھارټي او د خارجه وزارت نمائندګانو تر لاسه كړے۔ دغسې پاكستان د انډونيزيا د اړخه د مرستي سامان په ترلاسه كولو د هغوي مننه كړې ده