ملګرو ملتونو په روس كښې په سكول د ډزو پېښې غندنه وكړه

ملګري ملتونه 27 ستمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو په روس كښې په يو سكول د ډزو پېښي غندنه كړې ده۔د چين خبر رسني ادارې له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر نائب وياند فرحان حق ووئيل سيكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د روس ښار ايزيوسك كښې په يو سكول كښې د ډزو په نتيجه كښې د 11 ماشومانو پشمول د 15 كسانو په مړينه غمجن شوے۔ ده د تشدد د دې عمل غندنه كولو سره د ځپليو كرونيو سره سره د روس فيډريشن او اولس سره د غمرازۍ څرګندونه كړي او د ژوبل كسانو زر روغتيا له ئې د نيكو هيلو څرګندونه كړې ده۔