جنوبي كوريا كښې د تيرو 24ساعتو په مهال د كورونا وائرس 39 زره نوي كيسونه رپورټ شول

سيئول 27 ستمبر (اے پي پي) جنوبي كوريا كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 39 زره 425 كيسونه رپورټ كيدو نه پس د ځپليو مجموعي شميره 2 كروړه 46 لكهه 73 زره 663 ته رسيدلې ده۔د چين خبر رسني ادارې له مخې د جنوبي كوريا د روغتيا وزارت وئيلې دي ټول هېواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله 26 كسان مړه شوې او دې نه پس د مړو شميره 28,272 ته رسيدلې ده ٬ تر اوسه دې رنځ څخه 1كروړ 71 لكهه 20 زره 321 كسان ښه شوې هم دي دغسې په روغتونونو كښې د 401 رنځورانو حالت اندېښمن دے