قاهره 27 ستمبر (اے پي پي) مصر د روس په يو سكول كښې د ډزو پېښي غندنه كړې چې پكښې د ماشومانو پشمول 13 كسان مړه شوې دي۔ د چين خبررسني ادارې له مخې د مصر خارجه وزارت دا پېښه د ترهه ګرۍ ناوړه كارروائي ګرځولې ده۔ د مصر خارجه وزارت وياند احمد ابو زيد د روس حكومت سره په دې پېښه كښې د ځپليو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو او د ژوبل كسانو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې ده