د سينيټر سېف الله نيازي د چارې پږټنې درې كسيزه كمېټي كوي٬ قانون ټولو لپاره يو برابر دے ٬ څوك د قانون نه پرته نه دے ۔ د وفاقي وزير اعظم نذير تارړ په سېنېټ كښې بحث

اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د سينيټر سېف الله نيازي د چارې پږټنې درې كسيزه كمېټي كوي٬ قانون ټولو لپاره يو برابر دے٬ څوك د قانون نه پرته نه دے ۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې وفاقي وزير ووئيل تحرك انصاف د هېواد معيشت كښې مائنونه لګولي، په تېر دور كښې په خبريالانو ظلمونه شوي٬ پارلماني غړي د ګرفتارولو په مهال راښكلي شوي، په مخالفينو د نشه اي توكو ناسمې مقدمې جوړ كړې شوي، ٬ تېر حكومت مېرمنې هم نه دې بخښلې، درې نيم كاله د جبر٬ فسطائيت او د استبداد دور ٶ، زمونږ حكومت به د دوي غوندې هېڅ نه كوي، مونږ د آئين او قانون بر لاسے غواړو۔ ده ووئيل د سينيټر سيف الله نيازي د چارې پلټنو له د سينيټر کامل علي آغا په مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړې شوې ، رانا مقبول او فېصل سليم ئې غړي دي٬ ده ووئېل د اېف آئي اے ډي جي څخه هغوي رپورټ غوښتے دے٬ كمېټي به د ھغه رپورټ معائنه كولو سره د نورې كاروائۍ پرېكړه كوي٬ څوك د قانون نه پرته نه نشته٬ كله چې تاسو غېر قانوني كار كوې نو قانون به خپله لاره نيسي