د سېنېټ چيئرمېن او دوهم چيئرمېن په هرنائي كښې د آرمي چورلكې په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د بلوچستان په هرنائي سيمه كښې د پاك پوځ چورلكې ته د رامخې ته شوې پېښه په اړه د افسوس او غم دړد څرګندونه كړې ۔ د سېنېټ سېكټرېټ له مخې محمد صادق سنجراني د افسوس وړ پېښې په نتيجه كښې د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا او غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كړې٬ په دې موقع د سېنېټ دوهم چيئرمېن مرزا محمد افريدي٬ په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سينيټر اعظم نذير تارړ او د مخالفې ډلې مشر سينيټر ډاکټر شهزاد وسيم هم خپلو جلا جلا پېغامونو كښې په پېښه د افسوس څرګندونه كولو سره په قېمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې