روسيه، د وسله والو لخوا په سكول كښې ډزې ٬ 6 كسان مړه٬ 20 ژوبل

ماسکو 26 ستمبر (اے پي پي) د روسيه په ادمورتيا سيمه كښې په يو سكول كښې د وسله والو لخوا د ډزو په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 20 ژوبل شوي۔ د امريکې ميډيا له مخې د ځائي پوليس په حواله ووئيل دا پېښه د ګل په ورځ سهار په اېزويوسك ښار كښې رامخې ته شوې٬ چې پكښې يو وسله وال سكول ته داخلېدو سره يو محافظ او هلته موجود 4 كوچينان وژلي او شل كسان ئې ژوبل كړې دي ۔ ځائي ګورنر او پوليس له مخئ وسله وال د پېښې نه پس ځان هم ويشتے دے۔ دغسې ريسكيو ډلو مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې دي