د سنګاپور وزيراعظم لي هسين لونګ به د 16م اکتوبر څخه د آسټراليا 3 ورځنۍ دوره كوي

کينبرا 26 ستمبر (اے پي پي) د سنګاپور وزيراعظم لي هسين لونګ به د 16 اکتوبر څخه د آسټراليا درې ورځنۍ دوره كوي۔ د چين خبر رسنې ادارې د آسټريلين براډ کاسټنګ کارپورېشن (اے بي سي) رپورټ پحقله ووئي د دورې په مهال د موسمياتي بدلون او د ټېكنالوجۍ په پرمختګ د مرست لوظنامې كېدو هيله ده۔ د رپورټ له مخې ګرين ايګريمنټ ته تر اوسه حتمي شكل نه دې وركړے شوے٬ د دې لوظنامې مقصد د تجديد وړ توان سهولت وركول دي٬ د سنګاپور وزيراعظم د نيو ساؤتھ وېلز د پريميئر ډومينك پيروټيټ سره هم د ملاقات امكان شته