هند ٬ رياست کرناټك كښې د زياتو بارانونو له امله 500 استوګنو ،200 سکولونو ته زيان رسيدلے

نوې ډيلے 26 ستمبر (اے پي پي) د هند رياست کرناټك كښې د بارانونو له امله 500 كورونو او نزدې 200 سکولونو ته زيان رسيدلے دے۔د هند ميډيا له مخې ځائې چارواكو ووئيل رياست کرناټك چکمګلورو ښار كښې د بارانونو له امله 195 آنګن واړي مرکزونو او 71 پرائمري هيلتھ سينټرز (پي ايچ سي) ته هم زيان رسيدلے۔ چارواكو ووئيل ټوله ضلع كښې د مرستي كارونه روان دے۔د چکمګلو ضلعېي انتظاميې د بارانونو له امله د شوې زيان اندازه 19 کروړه روپۍ لګولې ده