روس كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس 46 زره نوې کيسونه ريكارد شول ،95 كسان مړه شوي

ماسکو 26 ستمبر (اے پي پي) روس كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس 46 زره 758 کيسونه رپورټ كيدو نه پس د وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو مجموعي شميره 20,792,921 ته رسيدلې ده۔ د چين خبر رسني ادارې د روس د روغتيا وزارت په اړه ووئيل د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس له امله 95 كسان مړه شوي ٬ دې نه پس د مړو شميره 386,757 ته رسيدلې ده،تر اوسه د وائرس له امله 19,756,507 كسان ښه شوې دي