د پاکستان او انګلينډ ترمينځه 5م ټي ټونټي کرکټ ميچ به په 28 ستمبر لاهور كښې كېږي،سيريز 2،2 په حساب سره برابر دے

لاهور 26 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان او انګلينډ کرکټ ډلو ترمينځه په 7 ټي ټونټي ميچونو مشتمل سيريز كښې 5م ميچ به په 28 ستمبر د شروو په روح قذافي سټيډيم لاهور كښې كېږي،ميچ به د پاکستان معياري وخت له مخې ماښام په 7 نيمي بجې پيل كېږي۔د سيريز وړومبي څلور ميچونه نېشنل سټيډيم کراچۍ كښې شوي او اوس پاتې ميچونه به لاهور قذافي سټيډيم كښې كېږي۔د دواړو ډلو ترمينځه د 7 ميچونو سيريز 2-2 حساب سره برابر دے۔مدغسې د انګلينډ ډلي امنيت لپاره فول پروف انتظامات شوي