وزيراعظم سره د ملاله يوسفزئي ملاقات ٬ د وفاقي وزير مريم اورنګزېب ټويټ

اسلام آباد۔24ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف سره د خالي په ورځ د ملګرو ملتننو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقعه ملاله يوسفزئي ملاقات وكړو۔ د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په خپل ټويټ کښې وئيلي دي چې وزيراعظم په دې موقع څرګنده کړه چې څنګه ملاله د نړۍ په لکونو خلق متاثره كولو سره د هيلې علامت جوړه شوه۔ دې ووئيل چې په ملاقات كښې د موسمياتي بدلونونو په تناظر كښې په پاكستان كښې زده كړو ته په پېښو چېلنجونو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔