د متحده عرب امارات او بنګله دېش ترمينځه د کرکټ اولنے ټي ټونټي كركټ مېچ سبا كېږي

دبئ 24 ستمبر (اے پی پی) د متحده عرب امارات او بنګله دېش كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوو نړيوالو ټي 20 كركټ مېچونو د سېريز اولنے مېچ سبا د اتوار په ورځ د ستمبر په 25مه نېټه د دوبۍ په نړيوال كركټ سټېډيم كښې كېږي۔ د متحده عرب امارات لوبډلې مشري به چند نګاپول رضوان او د بنګله دېش لوبډلې مشري به نورالحسن کوي۔ د دوړو لوبډلو ترمينځه دا مېچ به ماښام 7 بجې په دبۍ انټرنېشنل كركټ سټېډيم كښې كېږي۔ دويم او وروستے ټي ټونټي مېچ به د ستمبر په 27 مه نېټه كولې شي