د امنيتي ځواكونو په لكي مروت او سوات كښې عمليات٬ د ډزو په تبادله كښې درې ترهګر ووژل شول

پېنډۍ 23ستمبر (اے پي پي) د امنيتي ځواكونو په لكي مروت او سوات كښې د عملياتو په مهال د ډزو په تبادله كښې درې ترهګر وژلې شوې دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې بېګا امنيتي ځواكونو د لكي مروت په شېخ بدين غرئيزه سيمه كښې د ترهګرو په ضد عمليات وكړل٬ د عملياتو په مهال دوه ترهګر وژلې شوي او هغوي څخه وسله او ګوله بارود برآمد كړے شوي٬ دا ترهګر په هدفي وژنو او په امنيتي ځواكونو بريدونو كښې ككړ وٶ۔ په يوه بله كاروائۍ كښې امنيتي ځواكونو د سوات په چارباغ سيمه كښې د ترهګرو په موجودګۍ انټېلي جنس بېسډ عمليات كړي او د ډزو په نتيجه كښې يو ترهګر وژلے دے او وسله او ګوله بارود هم ترې برآمد كړے شوي ۔ دا ترهګر په امنيتي ځواكونو نېغ په نېغه بريدونو كښې ملوث ؤ