د بي آئي اېس پي ترمخه د ګلګت بلتستان سېلاب ځپلو كورنيو ترمينځه د 25000 روپو وېش پېل شو

اسلام آباد۔23ستمبر (اے پی پی) د وفاقي حكومت لخوا د فلډ ريليف پېكېج په روپو كښې د 70 اربه روپو اضافه شوې ٬ د بېنظير انكم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي) ترمخه د ګلګت بلتستان سېلاب ځپلو كورنيو ته د كورنۍ په سر د 25000 روپو وركولو عمل پېل شوے ۔ د ملي ٬ سماجي اومعاشي سروې د لارې د نورو 2,759,601 كورنيو شناخت شوے ۔ تر دې دمه سېلاب ځپليو
1,246,309 كورنيو ته 31 ارب نه زياتې روپۍ وركړې شوي ۔ وفاقی حکومت په ګرد هېواد كښې سېلاب ځپليو كورنيو له د فلډ ریلیف کېش اسسټنس پېکیج روپۍ 28 اربه روپو څخه 70 اربه روپو ته رسولي دي ۔ د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام (بی آئی ایس پی) د لارې د كورنۍ په سر د 25 زره روپو وېش په سپېځلي ډول روان دے۔ د وېش دا عمل د بلوچستان، سندھ، خېبرپختونخوا او پنجاب سره سره اوس په ګلګت بلتستان كښې هم پېل شوے ۔ تر دې دمه بلوچستان كښې سېلاب ځپلو 136,444 كورنيو ته 3411.1 ملینه ٬ سندھ كښې 983,276 كورنيو ته 24581.9 ملينه٬ خېبرپختونخوا كښې 127,523 كورنيو ته 318807.5 ملينه ٬ پنجاب كښې 153,550 كورنيو ته 383875.0 ملینه او ګلګت بلتستان كښې 103 ځپلو كورنيو ته 2.57 ملینه روپۍ وركړې شوي۔ د جمعې تر ماښام بېنظیرانکم سپورټ پروګرام په ګرد هېواد كښې سېلاب ځپليو 1,400,896 كورنيو ته په مجموعي توګه 35,022,400,000 روپۍ وركړې دي۔ بلخوا بېنظير انكم سپورټ پروګرام هېډكوارټر كښې يو كنټرول روم جوړ كړے شوے دغسې چې د ادائيګو عمل كښې سپېځلتياﺀ باوري كړې شي