د پاک فضائيه لخوا سېلاب ځپلو سره طبي مرستې، د رېسكيو او بيا رغونې چارې روانې دي

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پی پی) د پاكستان د هوائي پوځ لخوا د خېبرپښتونخوا، سندھ، بلوچستان او سوئيلي پنجاب سېلاب ځپلو سيمو كښې د طبي مرستې، رېسكيو او بيا بحالۍ چارې په بشپړه توګه روانې دي۔ د پاکستان د هوايي ځواک لخوا جوړ شوي طبي کېمپونه او ګرځنده طبي ډلې سیلاب ځپلو ته ضروري طبي مرستې ورکوي۔ د پاك هوائي ځواك ميډيكل كلېكشن پوائنټس هم په سېلاب ځپليو كښې د اوبو د لاسه د پېدا كېدونكو رنځونو په تشخص كښې بوخت دي۔ د پاك هوائي ځواك وياند له مخې د هوائي ځواك اهلكارو په سېلاب ځپلو سيمو كښې ځائي وګړي رېسكيو كړي او دوي ئې محفوظو ځايونو ته منتقل كړي ۔ د پاك هوائي ځواك اهلكارو ځپليو كسانو ته راشن ٬ خوراك ٬ د څښلو پاكې اوبه او د كور نور سامان وركړے۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د خوراك 18310 پاكټونه ٬ 650 د اوبو بوتلې او د خشك راشن 1472 پاكټونه ځپليو كورنيو ته وركړے شوي ۔ په دې مهال د هوائي ځواك طبي ډلو د 2777 رنځورانو طبي معائنه كړې ۔ د پاك هوائي ځواك اېمرجنسي رېسپانس ډلې راجن پور، مټیاری، تلهار، مچی، بولانی، لاشاری، نورواہ، مچکا، ګھارو، جاتی، کوډاریو، حاجی پور، چوهړ جمالی، سائیں داد، بالو، جھل مګسی، بستی شیر محمد، لاکھړا، سعید آباد، شهدادکوټ، صحبت پور، بستی جاګیر ګبول، فاضل پور، اللہ ورائیو جمالی، نصیر آباد، جیکب آباد، کھیاروی، سندھړی، سانګھړ، ګوټھ اسماعیل، کمهار، یوثی سرګل، پھلواری، دادو، پګھادار شاہ، میاں پوټا، پشین، قلعه عبداللہ، قلعه سیف اللہ، ټھل، سیهون، نواب شاہ، سکرنډ، عیسیٰ بھټی، سکھر، پیر پټھو، اټھل، حیدرآباد، میرپور خاص، نوې کلي ، ګلستان کلي ٬ صالح او حبیب زئۍ كليو كښې د سېلاب ځپليو په زړه پورې مرسته كوي