د پاكستان او انګلېنډ ترمينځه وړومبې ټي ټونټي مېچ د نهې په ورځ كېږي۔ميچ به د پاكستان د معياري وخت له مخې ماښام 7 نيمې بجې پېل كېږي

كراچۍ 19 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان او انګلينډ كركټ لوبډلو ترمينځه په 7 ټي ټونټي نړيوالو ميچونو د مشتمل سيريز وړومبې مېچ به د نهې په ورځ نېشنل كركټ سټيډيم ، كراچۍ كښې كېږي۔ميچ به د پاكستان د معياري وخت له مخې ماښام 7 نيمي بجې پېل كېږي۔د دواړه ډلو ترمينځه اولني ميچ څخه وړاندې نېشنل كركټ سټيډيم ، كراچۍ كښې تيارۍ رواني دي۔د برتانيې كركټ ډله 17 كاله پس كراچۍ ته راغلې ده۔د برتانيې ډلې پاكستان ته په راتګ د قامي ډلي لوبغاړي او د كركټ مينه وال خوشحاله شوي۔ د دواړه ډلو ترمينځه د 7 ټي ټونټي ميچونو سيريز ابتدائي څلور ميچونه به نېشنل كركټ سټيډيم ، كراچۍ كښې كېږي دغسې وروستي درې ميچونه به قذافي سټيډيم ، لاهور كښې كېږي۔ د ټي ټونټي سيريز ټول ميچونه به د ماښامې پيل كيدو له امله فلډ لائټس كښې كولې شي