د 8 هېوادونو انټرنېشنل والي بال ټورنامنټ به د نومبر په 17مه نېټه اسلام آباد كښې پېل كېږي

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي)د پاكستان والي بال فېډرېشن د سيوري لاندې د 8 هېوادونو انټرنېشنل والي بال ټورنامنټ به د نومبر په 17مه نېټه اسلام آباد كښې پېل كېږي۔د پاكستان والي بال فېډرېشن چيئرمېن چوهدري محمد يعقوب ووئېل د ټورنامنټ تيارۍ اوس څخه پېل شوې ۔ده ووئيل په دې ټورنامنټ كښې به د پاكستان پشمول 8 هېوادونه برخه اخلي۔سري لنكا٬بنګله دېش٬ايران٬قزاخستان ډلې په ټورنامنټ كښې د ګډون تصديق كړے او نور ډلې به هم راتلونكې مياشت كښې په ټورنامنټ كښې د ګډون تصديق وكړي۔د نړيوالو ډلو لوبغاړي به د 15 نومبر څخه اسلام آباد ته رارسېدل پیل شي