صدر ډاكټر عارف علوي سره د نجي موبائل كمپنۍ وائس پريزېډنټ ليوسونګ ملاقات ٬د سېلاب ځپليو لپاره د يو كروړ روپو چېك وركړے شو

APP45-090922 ISLAMABAD: September 09 - President Arif Alvi being presented a cheque of Rs 10 million for the flood affectees by Vice President of a private mobile company, Liu Song, at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي سره د نجي موبائل كمپنۍ وائس پريزېډنټ ليوسونګ ملاقات كړے او د سېلاب ځپليو لپاره يې د يو كروړ روپو چېك وركړر۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې ليو سونګ صدر مملكت ته د سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره د يو كروړ روپو چېك وركړے۔صدر ووئيل د سېلابي چبو په ټول هېواد كښې په كروړونو خلق ځپلې دي۔شتمندو خلقو او كاروباري طبقې له پكار دي چې په دې سخت وخت كښې د خپلو وروڼو سره د زړه نه مرسته وكړي