د وزيراعظم په سپارښتنه حكومت د بې دركه كسانو مسئله حل كوي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خبري كنفرنس ته وېنا

كوئټه 08 ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي د وزيراعظم په سپارښتنه حكومت په سنجيدګۍ سره د بې دركه كسانو مسئله حل كوي٬نن وفاقي وزيرانو شازيه مري٬اعظم نذير تارړ او آغا حسن سره زه خپلو مئيندو خوئېندو سره كتنې لپاره كوئټې ته راغلے يم۔د بې دركه كسانو د كورنيو دړد مې واورېدلو٬په دې وخت كښې د بې دركه كسانو مسئله د ټول هېواد مسئله جوړه شوې٬ دغسې د تېرو 50 ورځو څخه روان پرلت د حكومت په باور وركولو ختم كړے شوے ۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د كوئټې په وزيراعلٰی هاؤس كښې د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو٬وفاقي وزيرانو شازيه مري٬اعظم نذير تارړ او آغا حسن سره يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله ووئيل د بې دركه كسانو خپلوانو او سياسي ګوندونو د حكومتي كمېټۍ مرسته كړی۔د حكومت هڅه ده چې د بې دركه كسانو خپلوان بېرته پرلت له رانشي۔د بې دركه كسانو د بازيابۍ مسئله په مېډيا كښې نشي اوپن كېدے ۔ ده ووئېل د جسټس(ر)جاوېد اقبال په مشرۍ كښې جوړ شوي كمېشن هغه كار ونه كړو د كوم چې هيلې وې۔ده ووئيل په دې وخت كښې ټول قام د سېلاب مقابله كوي خو د عمران خان د شر نه څوك هم بچ نه دي۔د تحريك طالبان پشمول هر چا سره به د آئين له مخې خبرې كېږي