قامي ويمن باسكټ چيمپئن شپ به د اكتوبر د 3مې نېټې څخه پېل كېږي

اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)قامي ويمن باسكټ بال چيمپئن شپ به د اكتوبر درېمې نېټې څخه په لياقت جمنازيم٬پاكستان سپورټس كمپليكس اسلام آباد كښې پېل كېږي چې پكښې به د پاكستان باسكټ بال فېډرېشن ټول الحاق شوي يونټس ګډون كوي۔د چيمپئن شپ لپاره فېډرېل باسكټ بال اېسوسي اېشن د پاكستان باسكټ فېډرېشن څخه د اجازې ترلاسه كولو نه پس د پاكستان باسكټ بال فېډرېشن ټولو الحاق شوې يونټس ته بلنې لېږلې دي۔د ايونټ د ډراز اعلان به د ستمبر په 10مه نېټه ماښام كېږي۔دا چيمپئن شپ به تر اكتوبر 7مې نېټې دوام لري