د پاكستان كركټ ډله به ايشيا كپ سپر فور راؤنډ كښې خپل دويم ميچ د شورو په ورځ د افغانستان په ضد كوي

دبئۍ 06 ستمبر (اے پي پي) ايشيا كپ 2022 سپر فور پړاؤ كښې به سبا د شورو په ورځ د پاكستان او افغانستان ډلي ترميڼځه سيالي په دبئي كښې كېږي، د پاكستان ډلي مشري به بابر اعظم كوي دغسې د افغانستان ډلي مشري به محمد نبي كوي۔ ايشين كركټ كونسل د سيورې لاندې ايشيا كپ ټي 20 كركټ ټورنامنټ سيالۍ په متحده عرب امارات (يو اے اي) كښې رواني دي ، په 7 ستمبر د شورو په ورځ سپر فور راؤنډ څلورم ميچ به د پاكستان او افغانستان ترمينځه دبئي انټرنيشنل سټيډيم كښې كېږي ،په 8 ستمبر به د هند او افغانستان ترمينځه ميچ په ميچ دبئي كښې كېږي ، دغس ېپه 9 ستمبر به د سپر فور آخري ميچ د پاكستان او سري لنكا ډلو ترمينځه كېږي او بيا دوه ټاپ ډلو ترمينځه فائنل به په 11 ستمبر دبئۍ كښې كېږي۔